ورزش

افغانستان د کرکټ د نړيوال شورا دايمي غړيتوت تر لاسه کړ

کابل باخترد چنګاښ ديمه نيټه
افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا دايمي غړيتوب ترلاسه کړ.
د هيواد د کرکټ بورد رييس  عاطف مشعل تير ماښام وويل  : افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا په  کلنۍ غونډه کې ددغې شورا دايمي غړيتوب او هم د تست مچ دريځ ترلاسه کړ.
مشعل څرګنده کړه چې په دې غونډه کې  ايرلند هم ددغې شورا دايمي غړيتوب  و ګاته او له دې وروسته افغانستان او ايرلند په پنځوس اوره او شل اوره لوبو کې او هم  په پنځه ورځني تست مچ کې  ګډون کولاى شي .
مخکې له دې هند ، بنګله ديش ، سريلانکا ، انګلستان ، پاکستان ، ويست انديز ، د کرکټ د نړيوالې شورا دايمي غړيتوب ترلاسه کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته