نړۍ

اردن او اسراييلو د حرم شريف په باره کې موافقه وکړه

عمان بي بي سي – باختر دلړم دمياشتې ٣
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کري وايي چې اردن او اسراييل په بيت المقدس کې د حرم شريف د حالت په باره کې موافقې ته رسيدلي دي چې د فلسطينيانو او اسراييلو ترمنځ د تاوتريخوالي د کمښت لپاره لاره آواروي.
جان کري چې پرون د اردن پايتخت عمان ته رسيدلى او د فلسطينيانو د کورواکې ادارې د رييس محمود عباس او دغه راز د اردن له باچا ملک عبدالله سره يې کتلې دي؛ وويل: اسراييل ضمانت ورکوي چې د حرام شريف حالت په اوسنۍ بڼه پاتې شي.
په رسمي ډول اردن د حرم شريف متولي دى. همدا اوس يواځې مسلمانان اجازه لري چې په دغه ځاى کې عبادت وکړي او نور يواځې کولاى شي چې هغه وګوري.
په مسلمانانو سربېره يهوديان هم دغه ځاى مقدس بولي او هغه ته د معبد غر وايي.
په نوي تاوتريخوالي کې د فلسطينيانو غوصه په هغو محدوديتنو پورې اړه پيدا کوي چې اسراييلو دوى ته د بيت المقدس په مذهبي ځايونوکې وضع کړي دي .
دوى په ځانګړي توګه د حرم شريف د حالت د بدلون او يهوديانو ته په عبادت ځاى د هغه د بدلولو له امله انديښنه لري.
جان کري د مسلمانانو د عبادت ځاى په توګه د حرم شريف د اوسني حالت د ساتنې د تضمين په خبر سربېره ويلي دي چې اسراييلو په دغه ځاى کې د څلور ويشت ساعته کمرودځاى پرځاى کولو لپاره دملک عبدالله له وړانديزسره موافقه کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير هيله وکړه چې دغه اقدامات نه يواځې په اوس وخت کې د تاوتريخوالي له منځه وړلو سره مرسته کوي؛ بلکې په راتلوونکې کې د سولې لپاره لاره آواروي.
د ده د څرګندونو له مخې: اردني او اسراييلي مقامات په راتلوونکو ورځوکې له يوبل سره ګوري چې په حرم شريف پورې د اړوندو اقداماتو جزييات وڅيړي.
ټاکل شوې ده جان کري سعودي عربستان ته هم سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته