ټولنه

له پاکستان څخه له راستنيدونکو کورنيو سره مرسته وشوه .

جلال اباد باختر دثور ٢٢:
په ننګرهار ولايت کې  له پاکستان څخه  له دوه سوه  راستنو شويو او اړو کورنيو سره  مرسته وشوه .
  په دغو مرستو کې نغدې پيسې  او روغتيايي بستې  شته .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس  غلام حيدر فقير زي باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې  په دوه سوه کورنيو نغدې پيسې او روغتيايي بستې  ويشل شوي دي .
  ده وويل  په هرې کورنۍ  شپږ زره افغانۍ نغدې پيسې او دروغتيايي لومړنيو مرستو بستې  ويشلې شوي دي .
  دغه مرستې  دنړيوالو مرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته