(PS)خبرونه(PS)امنیت

سمنګانو کې ۳ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د غوایي ۱۱مه، باختر

د سمنګانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ایبکو ښار کې یې ۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول منیر رحیمي باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان د ایبکو ښار په بېلابېلو سیمو کې د غلا، نشه يي توکو د پلور او غیر قانوني وسلو د ساتلو په تور نیول شوي دي.

رحیمي زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو څخه یوه ندازه وسلې او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په خبره دغه کسان اوسمهال ترڅېړنو لاندې دي، چې دوسیې به یې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا