ټولنه

په افغانستان کې دماشومانو دقاچاقو له امله ديونسيف انديښنه

 کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١١
په افغانستان کې ديونسيف د دفتر يو مسوول له هيواد څخه بهرته  د ماشومانو
او تنکيو ځوانانو دقاچاقو له امله انديښنه څرګنده  کړې  ده.
په کابل کې ديونسيف د دفتر مسوول  عزيز فروتن   وويل  : ماشومان   زياتره  له جدي خطر سره مخامخ دي  .
ده  دافغانستان له حکومت څخه  د دې  غوښتنه وکړه چې دماشومانو او تنکيو ځوانانو دقاچاقو دمخنيوي لپاره جدي پروګرامونه  ترلاسه لاندي  ونيسي.
فروتن  زياتوي کله  چې ماشومان او تنکي ځوانان نورو هيوادونو ته قاچاق کيږي   د دى امکان شته چې  دشاقه کارونو، جنسي استفادې دپيسو  په خاطر ديرغمل نيولو او  پيرودنې او پلورنې په شان په بيلابيلو برخو کې تر استفادې لاندې ونيول شي چې د زموږ د انديښنې سبب  دي.
ده وويل  : ددغې پديدې يو اصلي عامل دماشومانو او دتنکيو ځوانانو دقاچاقو دوروستيو پايلو په باب  د کورنيو نه  پوهاوي دي.
د  فروتن  د  څرګندونو له مخې  :  په تير ميلادي    کال    کې په    دغې ادارې کې دماشومانو دقاچاقو ٢٤٦ پيښې   ثبتې شوي دي.
سره له دې چې د ماشومانو قاچاق مافيا ته دنشه يي   توکو له  قاچاقو وروسته  ډير عوايد بلل کيږي خو دکار او ټولنيزو چارو  وزارت مسوولين   وايي چې له    هيواد څخه بهير ته  د ماشومانو قاچاق محدود شوي دي   دوى هم  د  ماشومانو دقاچاقو زياتوالي  عامل  ددغې پديدې   په باب دکورنيو نه   پوهاوى   بولي او  زياتره هغه کورنۍ  دې کارته   زړه   ښه کوي   چې يا   له اقتصادي   ستونزو څخه ځوريږي  او يا په  نورو هيوادونو د آرام او خوندي ژوند فکر په سرکې لري.
په همدې حال دکورنيو چارو وزارت مقاماتو ويلى دي پوليسو دماشومانو دقاچاقو پنځه څلويښت پيښې کشف کړي دي چې په  دې اړوند سل تنه پيژندل شوي او قضايي مرکزونوته سپارل شوي دي.

د ترلاسه شويو شميرنو له مخې   په   وروستيو څو کلونو کې څه دپاسه   څلور زره  
تنه ښځې ، ماشومان   او تنکۍ ځوانان له افغانستان څخه قاچاق شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته