خبرونهامنیت

سمنګان: په تېرو ۶ میاشتو کې له غیر مسوولو کسانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات راټول شوي دي

 کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر

د سمنګانو د امنیې قومندانۍ مسوولینو د تېرو شپږ میاشتو لاسته راوړنو راپور د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو سره شریک کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کنفرانس کې د سمنګانو امنیې قومندان قاري احمدالله بدر وویل، چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۶ میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له غیر مسوولو کسانو څخه ۴ میله اېم ۱۶، ۴۰میله کلاشینکوفونه، ۳ میله پیکا، ۲۵ میله تومانچې، ۳ میله راکټ او ۵۹ کړۍ لاسي بمونه راټول کړي دي.

قاري بدر خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې به غیر مسوولو او هغه کسانو ته چې د خلکو امنیت ګډوډوي د فعالیت اجازه ورنه کړي.

نوموړي دغه راز له خلکو وغوښتل، چې د امنیت په ټینګښت کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا