امنیت

يو ماشوم ووژل شو

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دپلخمري  دنساجي دبريښنا  دبند دکاسې ديوې دروازې  دويجاړيدو له امله پرون  يو ماشوم ووژل شو .
  دپلخمري  دافغان نساجي  دبريښنا دبند ددستګاه آمر محمد عزيز شريف  ددغه خبر په بيانولو سره  باختراژانس ته وويل : دسيند داوبو دفشار له امله دنساجي دبريښنا دبند دکاسې لومړى لمبر دروازه  له ځايه  بې ځايه شوه اودزيرمې ټولې اوبه  دبند له کاسې څخه ووتې چې له امله يې دډنډ غوري ، ډنډ شهاب الدين او دمرکزي بغلان په ساحو کې  دکرنيزو  ځمکو  داړتيا وړ اوبو دبهير په بنديدو سربيره  دبريښنا دتوليد له ځنډيدو سره جوخت لس کلن ماشوم  چې دسيند په اوبو کې  په لمبو بوخت و ، ووژل شو .
  ده وويل چې دبريښنا دتوليد  دتقويتي پليټونو  په ځاى پرځاى کولو تيرماښام  داووو بجو په شاوخوا کې  دبريښنا توليد بيا  پيل شو  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته