خبرونهاقتصاد

سوداګر: د پکتیا پټان بندر دې په رسمي او سوداګریز ترانزيټ بدل شي

کابل، د لړم ۹ مه، باختر

د رياست الوزرا د لومړي معاونيت اړوند اقتصادي چارو کمېسيون سلاکار محمد ابراهيم حکمت د یوه پلاوي په مشرۍ پکتيا ته  سفر وکړ.

پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د پکتیا له مرستیال والي او د یاد  ولايت له سوداګرو او پانګه والو سره د ستونزو اورېدو او حل په موخه کتنې کړې دي.

په کتنه کې سوداګرو او پانګه والو له ورغلي پلاوي څخه غوښتي، چې د پټان بندر دې په رسمي او تجارتي ترانزيټ بدل شي تر څو د سویل ختيځ زون په کچه سوداګري لا غښتلې شي.

پکتيا مېشتو سوداګرو او پانګه والو دغه شان غوښتنه کړې، چې د دې زون په کچه دې لويې لارې ورغول شي، د صادراتي او وارداتي توکو تخليې لپاره دې زېرمتونونه جوړ شي، معياري سکینرې دې ولګول شي، مالياتو کې د تخفيف فرمان دې عملي او په ځينې توکو دې تعرفه راکمه شي.

هغوی ویلي چې د مالياتو تصفيه دې د کابل پر ځای پکتيا مرکز ګرديز کې ترسره شي او د زون په کچه دې پکتيا کې د پاکستان قنسلګري فعاله شي تر څو سوداګرۍ په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.

د پلاوي په استازیتوب د ګمرکاتو مرستیال خانزاده عبدالله په خپلو خبرو کې سوداګرو او پانګه والو ته د ستونزو حل په موخه ډاډ ورکړی او ويلي یې دي، چې د دوی ستونزې به په ليکلي ډول تر رياست الوزرا او اړوندو مسؤلو لوړ پوړو چارواکو پورې ورسوي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا