فرهنګ

دپوهاند محمدکاظم آهنګ دلوړ علمي مقام درناوي وشو .

کابل باختر د غبرګولۍ  يو ديرشمه

  داطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکترسيد مخدوم رهين  دپيغام په لوستلو سره دپوهاند محمدکاظم آهنګ دلوړعلمي مقام ددرناوي غونډه نن دمطبوعاتو  په نړيوال  مرکز کې پيل شوه .

 دباخترداطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې  په دې غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځينو رييسانو ، دښځو دچارو وزارت معين  ، په پارلمان کې دخلکو يو شمير استازو ، دکابل پوهنتون دژورناليزم  دپوهنځي  يو شمير استادانو او دهيواد  يو شمير پوهانو او فرهنګي شخصيتونو  ګډون کړي و .

  ددغي غونډې په پيل کې داطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکتر

 سيد مخدوم رهين پيغام ددغه وزارت دسلاکار جلال نوراني له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې  يې ويل شوي دي محمدکاظم آهنګ  دخپل عمر يوه برخه په لوست ورکولو اودعلمي کتابونو په تاليف اوپه تيره بيا د ژورناليزم او خبريال په برخه کې تيره کړه .

 دى مهربان شخص  ، زړه سواند استاد او دتحقيق مينه وال و اوزيات شمير شاګردان يي روزلي  چې ټول يي د رسنيو او دهيواد  دراډيو تلويزيون  لپاره لايق او غوره کدرونه رامنځته شول او د  اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت او په نورو فرهنګي مرکزونوکې يي کار وکړ  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددغه ستر استاد د هڅو او هاند له امله دقدردانۍ په ترڅ کې ده ته دفردوس جنت هيله کوي او دخاطرو درناوي يي کوي .

  ورپسي د لوړو زده کړ دوزير  ډاکتر عبيد الله عبيد پيغام  ددغه وزارت د ويندوى پوهنمل عبدالعظيم نوربخش له خوا  ولوستل شو .

  په دې پيغام کې ويل شوي دي چې استاد پوهاند محمد کاظم آهنګ په افغانستان کې دنوى ژورناليزم دمخکښانو او په هيواد کې دعلم اوپوهي دلارې دهغو مشعلدارانو  او سترو شخصيتونو له جملي څخه و چې خپل  ګران عمر يي  ددې هيواد بچيانو ته دخدمت او دعلم ترلاسه کولو ته  دهغوي  دهڅونې په لاره  تيرکړي دي .

  په دې غونډه کې دعلومو اکادمي غړى استاد حبيب الله رفيع دپوهاند آهنګ دشخصيت  اوکړو وړو په باب معلومات ورکړل  او خپلي خاطري  يې بيان کړي .

  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين هم په خپلي ويناکې دپوهاند محمد کاظم اهنګ دعلمي شخصيت ، مقام اوکړو وړو په اړوند رڼا واچوله  او وي ويل  په تيرو لسوکلونوکې دافغانستان دخلکو دملي ژوندانه   په نوى پړاوکې ، کله چې  په لومړۍ مياشت کې درسنيو دقانون دتدوين خبرې کيدي  په هغو ورځوکې تر هغو ورځو پورې چې داستاد آهنګ په توان کې  و داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ډيره  نږدي همکاري  لرله .

 په پارلمان کې دخلکو استازو عبدالحفيظ منصور  او محمد داوودکلکاني  دکابل پوهنتون  داقتصاد دپوهنځي استاد مسعود ، دميربچه کوت  دولسوالۍ  يو تن مخور آصف برنا ، او دارواښاد استاد آهنګ ورور حاجي محمد اصف هم دپوهاند آهنګ  دعلمي او فرهنګي شخصيت دبيلابيلو اړخونو په باره کې معلومات وړاندې کړل او دارواښاد دژوندانه دبيلابيلو برخو خاطري يي بيان کړي او دغه  راز  وړانديز يې وکړ چې دلوړو زده کړووزارت   له خوا دي يو ه علمي  موسسه دپوهاند محمد کاظم آهنګ  په نامه ونومول شي .

  ددغي غوندې  بهيرکې دکابل پوهنتون دژورناليزم دپوهنځي رييس  پوهندوي  محمد وحيد غروال داستاد آهنګ  لنډ ژوند ليک ولوست  ، تکره  ژورنالست ، سابقه لرونکي استاد او ليکوال پوهاند محمد کاظم آهنګ  په  ١٣١٣ هجري لمريز کال کې دکابل ولايت دميربچه کوټ ولسوالۍ دشيخانو دکلي په يوه کروندګرکورنۍ کې  وزيږيد .  لومړنۍ زده کړي يي دميربجه کوت  په ښوونځي کې ترسره کړي او  لوړي زده کړي يي په کابل پوهنتون کې پاى ته ورسولي  .

 استاد آهنګ  په  ١٩٦٥ ميلادي کال کې دماستري دوره دامريکا په يو پوهنتون کې پاى ته ورسوله او داصلاح ورځپاڼې دمرستيال  ، دافغانستان دانګليسې ژبي ورځپاڼې دمدير ،  دباخترا ژانس درييس ، دکابل ټايمز  ورځپاڼې درييس او دژورناليزم پوهنځي داستاد په توګه اودغه راز دکابل پوهنتون د ژورناليزم درييس  په توګه دندي ترسره کړي دي .

 پوهاند آهنګ دژورناليزم  په څانګه کې په سلګونو تنه شاګردان روزلي دي او دژورناليزم په برخه کې يي په پښتو ،درى او انګليسې ژبو  شل اثار يي پاتي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته