سیاست

د انجنيرمحمدخان د ډاډګيرنې پيغام

کابل- باختر د وري د مياشتې ٢٣مه :
د ترافيکي پيښې له امله د مرګ ژوبلې په نسبت د اجراييه رياست د لومړي مرستيال انجنيرمحمدخان د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د کندهارـ هرات په لویه لاره  کې د یو مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله، ګڼ شمېرهېوادوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.له امنیتي او تروریستي پېښو وروسته ترافیکي پېښې زیات شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې، د ترافیکي پېښو دغه درنه مرګ ژوبله دا ثابتوي چې د هېواد ترافیکي سیستم لا هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دی چې په دې اړه به د ملي یو والی حکومت هڅه وکړي ترڅو دغو ستونزو ته د حل لارې ومومي.
د لویو لارو پرسر موظف پولیس باید خپلو دندو ته په کلکه پاملرنه وکړي، د موټر چلوونکیو تګ راتګ داسې کنټرول کړي ترڅو په راتلوونکي کې د خطرناکو ترافیکي پیښو مخه ونیول شي.
د لوی څښتن تعالی له دربار څخه په دې پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتيا او کورنیو ته یې د جمیل صبر هيله کوم او د الله تعالی لوی دربار ته لاسونه لپه کوم ترڅو افغان ملت نور له دغه ډول پېښو څخه په خپل امان کې وساتي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته