نړۍ

سوريې دعربو اتحاديې تصميم وغانده

دسوريې دولت دعربو په اتحاديه کې ددغه هيواد دغړيتوب دځنډولو په باب ددغې اتحاديې تصميم رد کړ او ويې غانده.

دباختر اطلاعاتي اژانس دمنځني ختيځ درسنيو دڅرگندونو له مخې خبرورکړ دعربو په اتحاديه کې دسوريې ددولت استازي ددغه هيواد دغړيتوب دځنډولو په اړوند ددغې اتحاديې له تصميم وروسته وويل هغه تصميم چې ونيول شو غيرقانوني او دعربو اتحاديې دمنشور پرخلاف اودلويديځ ا وامريکا په لارښوونه دي .

دعربو اتحاديې پرون په قاهره کې دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کې درايو په اکثريت په اتحاديه کې دسوريې غړيتوب وځنډاوه او پردمشق يي سياسي اواقتصادي بنديزونه ولګول . دغه راز له پوځ څخه يې غوښتنه وکړه دبيګناه خلکو له وژلو څخه لاس واخلي او بيرته خپلو بارکونو ته ستانه شي.

دغه راز دغي اتحاديې مخالفينو ته بلنه ورکړه چې په دريو ورځو کې له عربو اتحاديې سره خبري وکړي.

داتحاديې اتلسو غړو هيوادونو دغه تصميم ته مثبته رايه اولبنان اويمن منفي رايه او عراق ممتنع رايه ورکړه.

دامريکا جمهور رييس بارک اوباما او داروپا اتحاديې دعربو اتحاديې ددغه تصميم هرکلي وکړ اوهغه يې دخلکو دوژل کېدو په مخنيوي کې يومثبت ګام بللي دي .

دسياسي څيړونکو په نظر دعربو داتحاديې تصميم له يوې خوا دسوريې دولت له زيات ګوښه توب سره مخامخ کړ او مخالفين يې دسوريې دقانوني استازي په توګه بللي او له بلې خوا ددي زمينه برابروي چې دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا ددغه سازمان له لاري دبشارالاسد درژيم دړنګولو او روسيې دسوريې دحکومت له خوا ددغه هيواد دخلکو دوژنې دغندلو په اړوند دملګرو ملتو دسازمان دامنيت شورا پريکړه ليکونه ويتو کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته