ورزش

د پنجشیر د استقلال او ځوانانو ټیمونو لوړې درجې ته لاره وموندله.

کابل – باختر د ثور د میاشتې ۲۱
د پنجشیر د استقلال او ځوانانو ټیمونو د کابل د فوټبال د خذفي جام د سیالیو وروستي پړاوته لاره وموندله.
ټاکل شوې ده ددغو سیالیو وروستی پړاو د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
د کابل دفوټبال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې پرون د وروستي نیمايی پړاو په سیالۍ کې د استقلال ټیم د میوند پر ټیم بریالی شو.
او دغه ټیم وروستي نیمایي پړاو لاره وموندله.
ده وویل چې دغه راز د پنجشیر د ځوانانو ټیم هم یوه ورځ مخکې د مشعل پر ټیم بریالی شو او وروستي پړاو ته يی لاره وموندله.
ټاکل شوې ده د کابل د فوټبال د خذفي جام وروستی پړاو بل سبا د استقلال او د ځوانانو د ټیونو ترمنځ ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته