سیاست

له افغانستان څخه دملګروملتو ملاتړه کميټه د دغه هېواد دسولې دخبروملاتړ کوي

 نيويارک ايرنا  باختر دچنګاښ دمياشتې ١٨ :
له افغانستان  څخه د ملګروملتو دسازمان  دملاتړ کميټې  ديوې وينا په خپرولو سره دافغانستان دحکومت او طالبانو داستازو ترمنځ دسولې دخبرو  له ترسره کولو څخه  خپل ملاتړ اعلام کړ.
دغه خبرې دتيرې سه شنبې په ورځ پيل شوې .
دملګروملتو دسازمان  دسرمنشي وياند ستيفن دوجاريک پرون  نيويارک کې   په يوه مطبوعاتي کنفرانس  کې وويل ؛ چې دبان کي مون ځانګړي استازي او له افغانستان  څخه دملاتړ د کميټې سرپرست  نيکولاس  هيشم  ددغه خبرو ترسره کول  په افغانستان کې  دجګړو  او تاوتريخوالي دپاى ته رسولو لپاره ددغه هېواد دخلکو اړتياو  ته سم ځواب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته