کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٨ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانتور تصدۍ د رياست او د ماليې وزارت د تصديو د لوى رياست خبرتيا
ټولو کورنيو او بهرنيو سياحتي شرکتونو ته خبر ورکول کيږي چې د روان کال د ليندۍ د مياشتې له ٢٥نيټې څخه تر يوې مياشتې پورې وخت لري چې د فعاليت د جواز، د سفر او روغتيا د بيمې د ليکونو د ترلاسه کولو په خاطر د ماليې وزارت د بيمې چارو رياست ته مراجعه وکړي او يا دې د بيمې له يوه شرکت سره چې د فعاليت جواز ولري؛ قرارداد لاسليک کړي.
د ټاکلې مودې له پاى ته رسيدو وروسته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ