امنیت

اعتراض کوونکو دبدخشان ولايت په ودانۍ بريد وکړ .

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
دبدخشان ولايت دوردوج ولسوالۍ په لسګونو تنو سيمه ئيزو پوليسو نن په فيض اباد ښار کې دبدخشان ولايت د مقر ودانۍ ښيښې ماتې کړې او دوى ددغه ولايت په والي په وردوج ولسوالۍ کې ددښمن دشتون په وړاندې دبې توپيرۍ تور ولګاوه او ددغې ادعا پرخلاف داعراض په توګه يې دولايت په ودانۍ بريد وکړ او ددغې ودانۍ ښيښې يې ماتې کړې .
وموغوښتل چې په دې اړوند دبدخشان دوالي نظر  ترلاسه کړو .
دباختراژانس سيمه ئيز خبريال له پرله پسې  هڅو سره ونه کړاى شول دوالي په نظر پوه شي .
اعتراض کوونکو چې دبدخشان دوالي پرخلاف يې شعار ورکاوه دوردوج ولسوالۍ ديوه قومي مخور په  منځګړيتوب  خپل اعتراض پاى ته ورساوه او همدا اوس دوالي ددفتر دمقر حالت عادي بڼه غوره کړې ده .
په دغو اعتراضونو کې دولايت درې تنه کارکوونکي او درې تنه پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي .
  ختم _ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته