سیاست

اجرائیه رئیس د امریکا د متحدو ایالاتو د مرکزي قومندانۍ له قوماندان سره وکتل

کابل -باختر د مرغومي دمياشتې٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کي د امریکا د متحدو ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوسف ووټل سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د افغانستان او امریکا پر امنیتي همکاریو،‌ پوځي اړیکو،‌ راتلونکي کال کې پر ګډو امنیتي همکاریو او د افغان ځواکونو پر اکمال او تجهیز خبرې وشوې.
اجرائیه رئیس په دې کتنه کې‌ د امریکا له پوخي همکاریو د منني ترڅنګ وویل،‌ چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې‌ د اصلاحاتو،‌ بیا ځای پر ځای کېدني او بشپړولو لپاره اساسي کارونه پيل شوي خو،‌ اړتیا ده چي ددې پروسې تر بشپړېدو پوري د ۲۰۱۷ کال په جریان کي‌ امریکايی سرتیري د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ډاکټر عبدالله وویل چي، د افغانستان د هوايي قواوو په ظرفیتونو کي د تیرو دریو کلونو په پرتله د پام وړ مثبت بدلون راغلی او دا لړۍ به په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم دوام و کړي.
ده زیاته کړه چي، په جنګي برخه کي د نورو لاسته راوړنو لپاره ضروري ده چي،‌ د افغانستان هوايي ځواک تکمیل او سمبال شي څو،‌ په یوازي سره ټولو ساحو ته رسیدګي وکړي‌ او خطرونو ته جواب ووايي.
ده زیاته کړه،‌ چي‌ تروريستي ډلې،‌ طالبان او په ټوله کې تاوتريخوالې د هیڅ هیواد په ګټه نه ده او اړتیا ده چي د سیمي هیوادونه د تاوتريخوالې او دطالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د امریکا د متحدو ایالاتو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوسف ووټل د هیواد له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د خپل هیواد د هر اړخیز نظامي ملاتړ د اعلان ترڅنګ د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوي وستایلې.
ده وویل چي، د افغان ځواکونو په رهبرۍ کي د پام وړ مثتب بدلونونه راغلي او په تيره بيا د افغان هوايي ځواک پرمختګ راتلونکې امیدوار کوونکې ده.
هغه زیاته کړه چي، په افغانستان کي ګډ کار دوىته لومړیتوب لري او فکر کوي چي دلته یې ګډې هڅې ښه راتلونکی ټاکي.
په دې کتنه کي‌ د راتلونکي کال په ترڅ‌ کي پر پوځي فعالیتونو،‌ د افغان ځواکونو د وړتیاوو پر زیاتولو او د سولي پر پروسه هم خبري وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته