خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

سياستوال بايد مسوولانه خبرې وکړي

کابل، د مرغومې١٣مه، باختر

د سياست يو هنر دا دى، چې سياستوال دې خپلو خبرو ته متوجه وي سنجول شوې خبرې وکړي او په سنجول شوي ډول تصميم ونيسي که نو بې لارې تللي دي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د پاکستان د کورنيو چارو وزير رنا ثناالله وروستۍ څرګندونې چې ويلي یې دي، د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په افغانستان کې دي.

لومړى دا چې ( ټي ټي پي)  يا د پاکستاني طالبانو تحريک په افغانستان کې نشته نه يوازې دا چې د اسلامي امارت مقاماتو په وار وار ويلي، چې دا هېواد نورو ته د ګواښ عامل او سرچينه نه ده بلکې؛ د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر هم په ډاګه ويلي، چې هغوى په خپل هېواد کې شتون لري او له پاکستان څخه د دغه هېواد د نظام پر خلاف مبارزه کوي او د رژيم پر خلاف د مبارزې د دوام لپاره زيات پوځي امکانات لري.

بله دا چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير له کوم سند او مدرک پرته خبرې کړي دي او کوم دليل يي نه دی وړاندې کړی، چې د هغه خبرې ثابتې کړي نو د دغه پاکستاني جګپوړي مقام خبرې توجيه نه لري.

دغه پاکستاني مقام پخوا هم په افغانستان کې د موجود نظام پرخلاف بې بنسټه خبرې کړې دي چې له پارېدونکو خبرو پرته بل څه نه شي کېداى.

واقعيت دا دى، چې د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه هېواد يوه کورنۍ ستونزه ده چې دا ستونزه بايد د پاکستاني سياستوالو له خوا تحليل او وڅېړل شي او ورته د حل لاره پيدا کړي نه دا چي پر افغانستان تور ولګوي.

د ملي دفاع وزارت غبرګون او د اسلامي امارت د وياند ذبيح الله مجاهد څرګندونې کېداى شي هغو کسانو ته څرګند ځواب وي، چې غواړي د ګواښ او زور خبرې وکړي.

په لومړي ګام کې بايد پوه شي، چې افغانستان بې څښتنه نه دى ولسواک نظام په کې واکمن دى، چې د ملي ارزښتونه ورته حياتي دي.

بله خبره دا چې د اسلامي امارت بهرني سياست او لارښود د يو او بل په کورنيو چارو د نه لاسوهنې پر اصل ولاړ دى، که چېرې کومه ستونزه يا خبره وي کولاى شي په سليم عقل سره چې هماغه د خبرو له لارې د ستونزو حلول دي، هغه وڅېړل شي.

رنا ثنا الله بايد پوه شي، چې د يو هېواد د کورنيو چارو د وزير له موقف څخه خبرې کوي او د هغه خبرې بايد سنجول شوې او د سندونو له مخې وي له دې پرته دغه ډول خبرې له سياسي الفبا سره د نه بلدتيا ښکارندوی کوي.

دغه راز دغه شان پارونکې خبرې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د بې باورۍ د فضا او ستونزو د رامنځته کولو پرته بله پايله ونه لري او دا د دوو ګاونډيو هېوادونو په ګټه نه ده.

\ ج \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا