ټولنه

په فراه کې پر ګرځيدو راګرځيدو بنديز سخت شوی دی

کابل / د وري ۲٧ مه / باختر
د فراه سیمه ییزه اداره په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه پر تګ راتګ سخت بندیز ولګاوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې؛ د فراه والي محمد شعیب ثابت په هغې غونډه کې چې د دغه ولایت امنیتي مسوولينو هم حاضر وو؛ لارښوونه وکړه چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د فراه د اوسېدونکو پر تګ راتګ سخت بندیز ولګاوه.
د فراه والی د دغه ولایت له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د ځان او خپلې کورنۍ د خوندي ساتلو په خاطر له ضروري کار پرته په ښار کې له تګ را تګ څخه ډډه وکړي او د قرنطین د تطبیق په اړه له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې د فراه سیمه ییزه اداره د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر جدي اقدامات نیولي دي چې له نېکه مرغه د امکان تر پولې پورې د دغه وژونکي ویروس د خپرېدو مخه نيول شوې ده.
ختم/ع
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته