اقتصاد

يوسلو شل مليونه ډالره ليلاميږي .

کابل باختر د مرغومي شپږمه
دمرکزي بانک يوسلو شل مليونه ډالره د ليلام په ډول  پلوري.
دباختر اژانس دخبر له مخې:
باختر اژانس ته دمرکزي بانک د يوې خبرپاڼې له مخې ويل شوى دى:
د افغانستان بانک د روان کال دمرغومي د مياشتې په نهمه  او دولسمه د شنبې او سه شنبې د ورځو په داوطلبيوکې يوسلوشل مليونه امريکايي ډالره د ليلام په ډول پلوري؛ په شرايطو برابر هغو ټولو صرافانواو تجارتي بانکونو ته چې پخوايې لس زره امريکايي ډالره د افغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي؛ په دې داوطلبيوکې دگډون بلنه ورکوي .
له هغو ګډون کوونکو څخه هيله کيږي چې د داوطلبيو فورمې دشنبه په ورځ دسهار له لسو بجو څخه د افغانستان بانک د بازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي او په لس بجو او ديرشو دقيقو بېرته موظفينو ته وسپاري .
هغوصرافانواو تجارتي بانکونو چې تراوسه پورې  لس زره ډالره د امانت په  حساب  نه دې تحويل کړي؛ په راتلوونکې ليلامونوکې ګډون وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته