سیاست

بارک اوباما له ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې دپاتې شويو عسکرو دشمير په باب غورکوي

کابل – باختر دليندى اوومه
دامريکا جمهور رييس بارک اوباما دهغو امريکايي عسکرو دشمير په باب چې په ٢٠١٤ م کال کې دناټو له وتلو وروسته به په افغانستان کې پاتې شي څيړنې کوي.
دامريکا دحکومت يو مقام پرون دفرانسې خبري آژانس ته وويل چې له شپږو څخه ترپنځلسو زرو پورې امريکايي عسکرو پاتې کېدل ترڅيرنې لاندې دى.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه شمير امريکايي عسکر د دواړو هيوادونو دموافقې له مخې په افغانستان کې دالقاعده دپاتې  شونو پرخلاف دعملياتو دترسره کولو او دافغان ځواکونو دروزنې لپاره دزمينو دبرابرولو په مقصد پاتې کېږي.
دامريکا د دفاع وزارت وايي چې له ٢٠١٤ م کال وروسته دامريکا هر راز پوځي شتون په يواځې دافغانستان دحکومت په غوښتنه وي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته