سیاست

دبهرنيو چارو وزير په کابل کې دامريکا سفارت له شارژدافيرسره وکتل

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٥ :
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن  په کابل کې دامريکا سفارت له شارژدافير دينس والتر هرن سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دواړو لورو په  دې کتنه کې  له داعش سره دمبارزې دايتلاف دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کې دګډون په مقصد امريکا ته دافغانستان  داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو دوزير دراتلوونکي  سفر په باب چې  دروان ميلادي کال  دمارچ دمياشتې په  ٢٢ نيټه په واشنګټن ډې- سي  کې ترسره کيږي او دغه راز  دامريکا  له لوړ رتبه  مقاماتو سره   د ده  ددوه اړخيزو خبرو      په باب خبرې اترې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته