فراه باختر دزمري دمياشتې ٨ :
د فراه پوليسو پرون يو ډاراچوونکى ونيوه.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر باختر آژانس ته وويل چې يو ډار اچوونکى د فراه ښار د ريګي په سيمه کې غوښتل د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په دوو تنوکارکوونکو ډزې وکړې چې د دغه ولايت د پوليسو له خوا ونيول شو.
ده وويل: له دغه ډار اچوونکي څخه يوه تومانچه او يو لاسي بم ترلاسه شوى دى.
ده وويل: پيښه د پوليسو تر څيړنې لاندې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ