نړۍ

په سوريه کې دداعش دسنګرونو پرخلاف هوايي بريدونو کې دبرتانيا له خوا دبريمستون توغندي کارول .

لندن  باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
دبريتانيا ددفاع وزارت پرون په يوه وينا کې اعلام وکړ چې دلومړي ځل لپاره په سوريه کې  دداعش دډلې دسنګرونو پرخلاف ددغه هېواد په هوايي بريدونو کې په دقيق  ډول بريمستون توغندي کارول شوي دي .
باختر اژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:  دبريتانيا ددفاع وزارت په يوې وينا کې وويل چې بريمستون توغندي په مهماتو بار په يوې لارۍ  او هم دعمرپه نفتي ډګر کې دليږدونې وړ جرثقيلونو  پرخلاف کارول شوي دي .
بريمستون  لارښوونکي توغندي چې څه دپاسه  سل زره پونډه  ارزښت  لري کولاى شي په يوه کوچني هدف اوپه چټک  تحرک سره ولګيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته