امنیت

دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر  دثور  دولسمه :
په پکتيا ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه پوځي عمليات له يوې اوونۍ راپديخوا  دملي اردو  او دملي پوليسو دسلګونوتنومنسوبينو  په ګډون  دزرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې  پيل شوي دي  او دطالبانو له شتون څخه دسيمو ترپاکولو پورې دوام لري .
په پکتيا ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان احمد الله ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونه په کلک هوډ سره دوسله والو دښمنانو تر غوڅې ماتې  پورې له خپلو سنګرونو څخه نه وځي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې :دپوځي عملياتوله پيل  څخه تراوسه پورې څه ناڅه سلو تنو وسله والو طالبانو ته  مرګ ژوبله اوښتى  ده او دغه راز پوځيانو وکولاى شول  په لسګونو کلي دطالبانو له شتون څخه پاک کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته