ښوونه او روزنه

دپوهنې وزير د آسيا د اوقيانوسيه دښوونې او روزنې په کنفرانس کې ګډون وکړ.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
دپوهنې وزير ډاکتر اسد الله حنيف بلخي د آسيا د اوقيانوسيه دښوونې او روزنې په کنفرانس کې چې پرون دماليزيا په کوالالامپور ښارکې جوړ شو ګډون وکړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې : په دې کنفرانس کې چې سبا دوام مومي دغير رسمي تخنيکي او مسلکي تعليماتو او اقتصاد، د ښوونې او روزنې له لارې دځوانانو دپياوړتيا او دځوانانو لپاره دکارموندنې د زياتوالي په مقصد په تخنيکي او مسلکي تعليماتو کې دتکنالوژي دپرمختيا او ادعام،او د هوا د ککړتيا دمخنيوي او د ژوندانه دچاپيريال ساتنې په مقصد دحرفوي زده کړو، دتخنيکي او مسلکي تعليماتو داغيزمن کولو او باکيفيته کولو په خاطر د دولتي او خصوصي برخو ترمنځ دهمکاريو دڅرنګوالي ، دکارموندنې او له تيورۍ څخه تر عمل پورې په تعليمي نصاب کې دهغو دشاملولو، د آسيا په اوقيانوسيه کې په بازار پورې په اړوندو مهارتونو په وړاندې کولوکې دپرمختګ دمحورد تکنالوژۍ، دپيداکوژيکي نوښتونو دپياوړتيا ، په تخنيکي او مسلکي تعليماتو کې دکيفيت دتضمين دميکانيزمونو ، د آسيا په اوقيانوسيه کې دتخنيکي او مسلکي تعليماتو داستادانو په روزنې پورې د اړوندو ستونزو او مسئلو او دسيمه ييزو او نړيوالو شبکو له لارې دملي تخنيکي او مسلکي تعليماتو دسيستمونو دپرمختيا دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې.
دغه راز دهيواد دپوهنې وزير ددغه کنفرانس ترڅنګ په ماليزيا کې دافغانستان سفارت وکوت او د سفارت له کارکوونکو سره دکتنې او خبرو ترڅنګ يې په ماليزيا کې دافغانستان دمحصلانو ستونزې واوريدې او دهغو دستونزو په حل کولو کې يې مسولينو ته لازمې لارښوونې او سلامشورې وړاندې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته