سیاستخبرونهTOP

سيګار: د پخواني دولت يو زيات شمېر پوځيان په نوي نظام کې کار کوي

کابل، د تلې١٤ مه، باختر

د امريکا د مرکزي  پلټنې ادارې (سيګار) ويلي د پخواني نظام امنيتي ځواکونه له اسلامي امارت سره کار کوي.

د باختر آژانس خبريال ليکي: په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له خوا حاشيې ته  د پخوانيو امنيتي ځواکونو د شړلو په اړوند ادعاګانې طرحه شوي او د امريکا د مرکزي پلټنې ادارې ويلي چې د پخواني نظام امنيتي ځواکونه له اسلامي امارت سره کار کوي.

سيګار په خپل نوي رپوټ کي ويلي، چې د پخواني نظام امنيتي ځواکونه له موجوده نظام سره همکاري کوي او اسلامي امارت د زياتو متخصصو ځواکونو د جذبولو په فکر کې دی.

د امريکا د پلټنې ادارې دغه څرګندونې تېره شپه په يوه تويټ کې کړې دي.

سره له دې چې سيګار دا کار د اقتصادي ستونزو زېږنده بللې، خو نه شي کېداى په دغه شان ادعا باور وکړو، ځکه اسلامی امارت د پخواني حکومت د پوځيانو د شړلو پروګرام نه لري، د هېواد ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ملت ته د رپوټ ورکولو په غونډه کې ټينګار کړى و چې په نوې اردو کې به د پخوانیو ځواکونو څخه هم استفاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هغه پولیسانې بېرته دندو ته جذب شوي چې په تېر دولت کې یې دنده ترسره کوله.

د اسلامي امارت په بریالیتوب سره په ټول هېواد کې عمومي عفوه اعلان شوه، چې د هغې له مخې هېڅوک چاته مزاحمت نه شي کولای، د پخواني حکومت یو شمېر امنیتي ځواکونه چې له هېواده وتښتېدل دا د هغوی خپل کار دی، لېکن اسلامي امارت په زوره او یا د کوم تهدید له مخې له هېواده نه دي وېستلي.

د سيګار د څرګندونو له مخې د امريکا اطلاعاتي آژانس موندلې، اسلامي امارت هڅه کوي چې پخواني پيلوټان او د الوتکو فني کارکوونکي بېرته هېواد ته راستانه کړي او هغوی په دندو وګوماري.

دا د دې ښکارندويي کوي، د پخواني نظام هغه مامورین چې خلکو ته د خدمت کولو هوډ لري د اسلامي امارت غېږ پرانيستې ده او د هغوى د خلاقانه او صادقانه کار ملاتړ کوي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا