خبرونهTOPورزش

سپين غر پړانګانو لوبډلې د شپږیزې لیګ د اتلولۍ جام وګاټه

کابل، د زمري۱۳ مه، باختر

د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ د اتم پړاو سیالیو په پایلوبه کې سپین غر پړانګانو لوبډلې د بست ساتونکو لوبډلې ته د ۶ منډو په توپير ماتې ورکړه او د شپږیزې لیګ اتم پړاو سیالیو د اتلولې جام یې په خپل نوم کړ.

د شپږیزې کرکټ لیګ د پایلوبې پچه سنګین سپین غر پړانګانو وګټله او لومړی یې د افلاک فیضي بست ساتونکو لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سپين غر پړانګانو لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په شلو آورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۸۸ منډې جوړې کړې او ۱۸۹ یې هدف وټاکه. په ځوابي توپ وهنه کې بست ساتونکو لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلو آورونو کې ۱۸۲ منډې جوړې کړې او د ۶ منډو په توپير یې لوبه وبایلله.

دغه سیالۍ د جولای میاشتې په ۱۸مه  پیل شوې وې او نن د اګست په څلورمه پای ته ورسېدې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې ویلي چې ملي لوبډله به د روانې اګست میاشتې په پنځمه نېټه له ایرلینډ سره د پنځو نړېوالو شل اوریزو سیالیو په موخه یاد هېواد ته خپل سفر پیل کړي.

دغه لوبې به د روانې اګست میاشتې په ۹مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د اګست په نهمه، دویمه لوبه په ۱۱مه، درېیمه په ۱۲مه، څلورمه په ۱۵مه او وروستۍ لوبه به د اګست په ۱۷مه نېټه ترسره کړي چې د افغانستان پر مهال به د ماښام ۷:۰۰ بجې پیلیږي.

س. صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا