امنیت

دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دڅلورو تنو نيول کيدل .

کابل باختر د زمري شپږمه :
دبغلان پوليسو پرون په دوو جلا جلا قضيو کې دنشه يي توکو څلور تنه قاچاق وړونکي ونيول .
  دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام دباخترآژانس خبريال ته  وويل: په لومړي  پيښه کې دوه تنه  د ٩٦ کيلوګرامه اپينو دقاچاقو په تور  دخواجه الوان  ددښتې  په ساحه کې ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل:دغو کسانو دغه اپين ددوشي په ولسوالۍ کې بار کړي وو او ديو٣٠٤ ډوله موټر په واسطه يې دجوزجان ولايت مرکز شبرغان ښار ته دهغو دليږدونې نيت درلود .
په دويمه پيښه کې دوو تنو غوښتل دهيروئينو نهه نيم کيلوګرامه  پودر له سراچه موټر څخه په استفادې سره کابل ته وليږدوي چې دشمرق  دپلټنې  دپوستې په ساحه کې  دپوليسو له خوا ونيول شو .
خبرځاى  زياته کړه چې ترلاسه شوي توکي دقضيې له عاملينو سره دبغلان ولايت امنيې قوماندانۍ ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته