خبرونهاقتصاد

سږ کال به د ننګرهار له زیتونو ۶۱ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شي

 کابل، د زمري ۲۶ مه، باختر

په ننګرهار کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې سږ کابل به د دغه ولایت د زیتونو له حاصلاتو د اټکل له مخې ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.

د ننګرهار د کانال رئیس مولوي غلام الرحمن وايي، چې سږکال د زيتونو ۱۲۲ زره لېتره تېل پروسس شوي، چې له تېلو او اچارو څخه به ۶۱ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه او د دولت حساب ته به جمع شي.

د ننګرهار کانال په لومړنيو وختونو کې ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې د زيتونو ونو شتون درلود؛ خو د وروستيو جګړو او ستونزو له امله اوس ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه کې د زيتونو ونې شتون لري.

ن.ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا