فرهنګ

په هرات کې د محصل د نړيوالې ورځې په مناسبت مشاعره جوړه شوه

کابل / د لړم٢٩/ باختر:
د هرات د ځوانو سوداګرو ټولنې د محصل د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت د مشاعرې غونډه جوړه کړه.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې په همدې مناسبت دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د سرپرست ، فرهنکيانو ، محصلانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوه د هرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني ځوان ځواک ته په تېره بيا محصلانو ته د ټولنې د اړتيا په بيانولو سره محصلان دهېواد راتلوونکي جوړونکي وبلل.
حقاني زياته کړه، زده کړه او تحصيل دهېواد دهر وګړي حق دى او د افغانستان اسلامي امارت هلې ځلې کوي چې ټولو ځوانانو ته د سالمې زده کړې زمينه برابره کړي.
د ځوانو سوداګرو د اتحاديې رييس د افغانستان اسلامي امارت د پروګرامونو په ملاتړ سره وويل؛ چې د دغې اتحاديې غړي له پخوا زيات په خيريه کارونو کې فعاله ونډه اخلي اوپه هرات کې د يو شمېر تحصيلي بنسټونو په همکارۍ به د بېوزولو محصلانو د ملاتړ صندوق هم جوړ کړي.
غونډه دهېواد په تيېره بيا د محصل په صفت، په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدينو د سرښندنو په وصف کې د شعرونو په ويلو سره پاى ته ورسېده.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته