خبرونهاقتصادTOP

سږ کال له کندهار څخه ۸۸ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي

کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، چي له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادرات پای ته رسېدلي، چې په لړ کې یې د څه باندې ۴۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ۸۸ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چي سږ کال د انارو صادرات ښه وو او د تېر کال په پرتله څو برابره ډېر بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د کندهار انار د خوند او کیفیت له اړخه لومړی مقام لري، چې ډېره برخه یې پاکستان، هند، روسیې او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

ورته مهال د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وايي، چي سږکال د کندهار په مختلفو ولسوالیو کي پر ۱۰ زره جریبه ځمکه انار کرل شوي دي.

آرین\لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا