خبرونهاقتصاد

سږ کال په زابل کې د بادامو حاصل ۵۰ سلنه کم شوی دی

 کابل، د لېندۍ ۳ مه، باختر

د زابل د کرنې رياست مسولين وايي چې د راتلونکي کال لپاره د کروندګرو سره مرسته کوي چې راتلونکي کال کې له خپلو ځمکو ښه حاصل ترلاسه کړي.

د زابل د کرنې رییس مولوي عطاالله راشد وايي بې موسمه بارانو او سېلابونو د ممیزو پر تولید او عاید ډېر بد اغېز کړی، چې له امله یې بیې راټېټې شوې دي.

د ده په وینا، د راتلوونکي کال لپاره دوی له کروندګرو سره مرستې کوي چې د اوس لپاره یې ۱۴۰۰۰ کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړي او لا یې هم مرستې ادامه لري، ترڅو د کروندګرو ټولې اړتیاوې پوره او راتلوونکی کې ښه حاصل ترلاسه کړي.

راشد زیاتوي، په پلان کې لري چې په دغه ولایت کې سړې خونې جوړې کړي.

بل خوا بيا يو شمېر بزګران وايي چې سږکال يې حاصلات کم شوي دي.

کروندګر وايي چې سږ کال د انځرو، ممیزو او بادامو حاصلات پنځوس سلنه کم شوي او څه چې په لاس ورغلي کیفیت يې خراب او هیڅ بازار نه لري.

عبدالله د کلات ښار ترنک سیمه کې یو کوچنی د بادامو او انګورو بڼ لري، چې سږکال يې هېڅ عاید نه دی ترې اخیستی. هغه له دولته د همکارۍ غوښتنه کوي.

عبدالله وويل:« تقریبا ۵۰ فصیده د کشمشو بادامو او انځرو حاصلات مو له منځه تللي، کرنې ریاست باید زموږ سره د دوا درملو مرسته وکړي او پر وخت درمل راکړي چې حاصلات مو بیرته سم او په ازاد بازار کې په ښه بیه خرڅ شي.»

د یادونې وړ ده، چې د زابل ممیز او بادام ډېر مشهور دي، که چېرې مارکېټ او د پروسس برخه کې کار ورته وشي نو لرې نه ده، چې د کروندګرو عايد به زيات او کار به يې پرمختګ وکړي.

سالاري، افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا