امنیت

لس تنه وسله وال طالبان دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دزمري اوولسمه :
  دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې پرون دامنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې  لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
دغزني دوالي وياند عزيز احمد عظيمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو په اندړو ولسوالۍ کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل  څوکلي  دمخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي خومقاومت  سخت دوام لري او  کومکي ځواکونه  داندړو ولسوالۍ  مرکز ته رسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته