خبرونهاقتصاد

سږ کال په هلمند کې پر څه باندې ۱۵ زره هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې ده

کابل، د لړم ۱۰مه، باختر

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۵ زره او ۳۷۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې ده.

د هلمند کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غله جاتو مسوول احمد شاه د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۵ زره او ۳۷۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې د تېر کال په پرتله یې کرکیله کې زیاتوالی راغلی دی.

په ورته وخت کې د هلمند د سوداګرۍ خونې رییس غلام یحی پښتون وایي، چې د بست دولتي فابریکې په ګډون دغه ولایت کې ۳۵ فابریکې فعاله دي او که چېرې یادې فابریکې په ښه ډول پنبه پروسس کړي د هلمند سربېره به نورو ولایتونو ته هم د پندانې غوړي، کنجاړه او صابون ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د هلمند بزګرانو په داسې حال کې د پنبې پراخې کرکیلې ته مخه کړې، چي په ټول هېواد کې عالیقدرامیر المؤمنین حفظه الله د یو فرمان له مخې د کوکنارو کښت منعه اعلان شو.

اماني، لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا