ورزش

داسيادجنوب لويديځ جام دبسيباال سيالۍ پيل شوي

کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه  :
دافغانستان ، ايران ، پاکستان او سريلانکا دورزشکارانو ترمنځ  داسيا دجنوب لويديځ جام دبسيبال سيالۍ  پرون په پاکستان کي پيل شوي
دباختراژانس دخبرله مخې ددغو سياليو په پيل کې لومړۍ لوبه  دافغانستان اوپاکستان دټيمونو ترمنځ پيل شوي   چې له يوې په زړه پوري لوبي وروسته دپاکستان ټيم پکي بريالي شو.
ديادونې وړده چې دسياليو په پيل کې په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت فرهنګي استازي زردشت شمس خبري وکړې او ددغه هيواد دبسيبال له فدراسيون څخه يي  دافغانستان دټيم دبلني له امله مننه وکړه اودپاکستان دبسيبال فدراسيون سکرترجنرال خاورشاه زردشت شمس ته  دستايني يوه لوحه ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته