
۸– کابل، د غوایي ٢٨مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر له سیاسي رئیس ښاغلي سکاټ سمیټ سره وکتل.
په دې کتنه کې ډاکټر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر سیاسي رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو مننه وکړه او ويې ویل، اوسمهال په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی، افغانان په امن فضا کې ژوند کوي او نړیواله ټولنه باید په بېلابېلو برخو کې شته لاسته راوړنو ته په کتو له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.
ورته مهال سکاټ سمیټ وویل، چې د اسلامي امارت له راتګ سره په افغانستان کې ډېر مثبت تغییرات راغلي او د څلورو لسیزو وژنې او جګړې پای ته رسیدلي او د هر اړخیز پرمختګ لپاره مهم فرصتونه رامنځته شوي دي.
نوموړي دغه راز دوه اوونۍ وړاندې د قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په مشرۍ د ۲۱ هېوادونو د استازو د ناستې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په هغه ناسته کې د مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او د ګډون کوونکو هېوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو پر دوام او اسلامي امارت سره پر تعامل او تفاهم ټینګار درلود.
نوموړي زیاته کړه، په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې به له افغانستان سره د رغنده تعامل په دوام، له نشه یي توکو سره د مبارزې د بریالي ماموریت، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او یو لړ نورو مهمو موضوعاګانو په اړه بحثونه وشي.
په همدې حال کې د رئیس الوزرا د دفتر رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، دا یو ثابت حقیقت دی، چې ستونزې په ستونزو نه حل کېږي او د ناکامو تجربو تکرار د هېچا په ګټه نه دی، اسلامي امارت باید په ټولو هغو غونډو کې ګډون ولري، چې د افغانستان په مسایلو بحث کوي او باید په ټولو برخو کې د تفاهم او تعامل لاره اختیار شي.
عبدالواسع زیاته کړه، په افغانستان کې روان پرمختګونه او لاسته راوړنې باید د عیني واقعیتونو په توګه درک او له دې فرصت څخه ګټه پورته شي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د لوی کور افغانستان د سرپرست په توګه پر خپل ولس بې ساری شفقت لري، د ټولو اړینو مواردو په برخه کې اقدامات شوي، د پخوانۍ ادارې ۹۰ سلنه کارمندان پر خپلو دندو پاتې دي، نشه یي توکي، چې هم د افغانستان او هم د نړۍلپاره یوه مهلکه پدیده وه، منع شول، عمومي عفوه اعلان شوه، بهر ته د تللو افغانانو د بېرته راستنولو لپاره د تماس کمېسیون ایجاد شو او ګڼ نور مثبت اقدامات ترسره شوي دي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، اوس مهال په هېواد کې د کار او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې، شفافیت رامنځته شوی او په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت تامین دی، نو باید دا وضعیت یو طلایي فرصت وګڼو او په ګډه د سوداګرۍ، پانګونې، سیاسي اړیکو او نورو برخو کې د پرمختګ لپاره همکاري وکړو.
افغانمل