امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په سرپل کې ووژل شول

 کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون  په سرپل ولايت کې  ووژل شول اوڅلور تنه نور  ټپيان شول.
دسرپل  ولايت يوه امنيتي مسوول  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  وسله والو طالبانو  غوښتل دکوهستاناتو ولسوالۍ  په عمومي واټ کې ماين ښخ کړي چې دملي اردو دځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې  او شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
په دې  جګړه کې  امنيتي ځواکونو ته  زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته