۱۰۰ ورځې

د راى پاڼو د پلټنې بهير د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د استازي د نه حاضريدو له امله وځنډول شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ټولو راى پاڼو د پلټنې بهير له څلورويشت ساعته ځنډ وروسته چې د ملي او نړيوالو کتوونکو ، د تحول او تداوم ټيم او د نورو نړيوالو سازمانونو د استازو په شتون نن سهار پيل شوى و؛ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د استازي د نه ګډون له امله وځنډول شو.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ټولو راى پاڼو د پلټنې بهير د دوه سوه ملي او نړيوالو ټيمونو او د نورو نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون نن سهار په اتو بجو پيل شو. خو د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم استازي په بهيرکې ګډون ونه کړ او دغه بهير بيا وځنډول شو.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتک وويل: ټاکل شوې وه چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم استازى له غرمې مخکې ترلسو بجو پورې له بهير سره يوځاى شي.
خو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم اعلام کړى دى: تر هغه وخت پورې چې غوښتنې يې د پلټنې او د راى پاڼو د شميرنې په بهيرکې د لازيات شفافيت په مقصد د ملګرو ملتو د سازمان د نمايندګۍ له خوا ونه منلې ش؛ دغه ټيم په بهيرکې ګډون نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته