کابل باختر دوږي شپاړلسمه :
يوتن دپروان ولايت دپوليسو له خوا دوژنې په تور ونيول شو .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل: په نيول شوي سړي چې فرهاد نوميږي او دکابل ښار داوومې ناحيې اوسيدونکى دى .
تور لګول شوى دى چې دروان کال د وږي دمياشتې په لومړى نيټه دريحانې په نامه ځوانه ميرمن دکابل ښار داوومې ناحيې ته څيرمه ددې په کور کې وژلې وه او تښتيدلى و او دجبل السراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې پټ شوى و چې نن دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو او دکابل ښار داوومې امنيتي حوزې ته وليږدول شو .
پيښه تر څيړنې لاندې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ