امنیت

په ارزګان کې نهو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٤
په ارزګان ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د جګړې په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړه نن سهار د دهراوود ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والو يرغلګر د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د ارزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: د امنيتي ځواکونو په دغه بريدکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
عيني شاهدان وايي: دغه طالبان چې شميريې لسو تنو ته رسيده؛ په موټر سايکلونو سپاره او د تروريستي بريد لپاره نامعلوم ځاى ته روان وو.
د ارزګان پوليس وايي: په دغه بريدکې ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته