کابل_باخترد غبرګولي ٢٧:
د هېواد له جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره د مشورتي غونډو په لړکې د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ نن په ارګ کې یوه مشورتي غونډه جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په غونډه کې د سولې د بهیر او په دې اړه د وروستیو رامنځته شویو انکشافاتو په اړوند خبرې وشوې. د عونډې ګډونوالو له هر اړخیز بحث وروسته په دې ټینګار وکړ چې سوله او سولې ته رسېدل د افغانستان د خلکو تر ټولو ستره او برحقه هیله او غوښتنه ده او افغانستان د دغې هیلې د تحقق لپاره له طالبانو سره د مذاکرې په خاطر په قطر کې د دفتر له جوړیدو سره موافقه لري.
غونډې ټينګار وکړ، د دې لپاره چې په دې پروسه کې بهرني اړخونه او قدرتونه هم شامل دي، افغانستان باید هیڅکله اجازه ور نه کړي چې د سولې په اړه د افغانانو سپیڅلې هیله د پردیو د ناوړه هدفونو وسیله وګرځي.
د غونډې برخه والو وویل چې افغانستان باید د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره په پوره دقت او احتیاط سره ګامونه واخلي ترڅو په دې پروسه کې د بهرنیانو لاسوهنې د افغانستان د نظام، ملي یووالي او قوت د کمزورتيا سبب نه شي.#
0 1 دقیقه لوستل