روغتیا

په ګرديز کې په زرګونو کورني په نږدې راتلونکې کې په روغتيايي اوبو برلاسي پيداکوي

کابل باختر د تلې شپږ ويشتمه
  په پکتيا ولايت کې  سيمه ييز مقامات د اوبو رسولو دنويو تاسيساتو د بنسټ د ډبرو په ايښودلو سره وايي  چې په نږدي راتلونکې کې به په زرګونو کورني ددغه ولايت په مرکز کې په روغتيايي اوبو برلاسي پيداکړي.
دغه تاسيسات چې ټاکل شوې ده  څه ناڅه دوه زره شپږ سوه کورنيو ته روغتيايي اوبه  برابروي، ګرديز ښار ته څېرمه د بلند منزل په ساحه کې  جوړيږي .
  دپکتيا ولايت  د اوبو دتنظيم رييس  مير احمد ياري باختر اژانس ته وويل: دغو کورنيو ته  روغتيايي اوبه به د دوو  ژورو څاه ګانو دکيندلو او د يو مخزن  دجوړولو له لارې  تامين شي .
دغه پروژه د آى- ار- سي  له خوا د  څه دپاسه  نيم مليونو ډالرو په لګښت  په يوکال کې  جوړيږي .
دپکتيا ولايت د اوبو د تنظيم رييس وايي  چې دغه  مخزن به  د دوه سوه  متره مکعب روغتيايي اوبو د ساتنې  ظرفيت ولري .
تر څليرويشتو کيلومترو پورې د روغتيايي اوبو دنلونو غځول او ويشل هم ددغې پروژې  دکار په لارښودکې دي .
  ويل کيږي چې ددغو تاسيساتو په جوړولو سره به دبلند منزل په سيمه کې دوه زره شپږ سوه کورني دلومړۍ ځل لپاره  له روغتيايي اوبو څخه ګټه واخلي .
دپکتيا والي جمعه خان همدرد ددغو تاسيساتو دبنسټ د ډبرو د ايښودلوپه مراسموکې وويل چې هلې ځلې کوي  چې ددغه شان پروژو په عملي کولو سره  دګرديز  ښار نورو اوسيدونکو ته هم  د څښاک  روغتيايي اوبه ورسوي .
  ددغو تاسيساتو کار په داسې حال کې پيليږي چې د وړاندې شويو ارقامو له مخې دګرديز ښار په سلو کې يواځې پنځه تنه اوسيدونکې په روغتيايي اوبو  برلاسي لري .
  د روغتيا اوبو کمښت د دې سبب شوي دي  چې ددغه ښار اوسيدونکې زياتره د څاه ګانو او د پرانستو کاريزونو له اوبو څخه استفاده وکړي،  هغه اوبه چې  د ډول ډول ناروغيو سبب کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته