امنیت

په مزارشريف ښارکې د راى ورکولو د صندوقونو پرځاى بريد وشو

کابل باختر دوري اوولسمه :
دبلخ ولايت پوليسو نن سهار يو تن د راى ورکولو د صندوقونو په ځاى د بريد په تور ونيوه .
دبلخ ولايت د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس عزت الله آرمان دباخترآژانس  خبريال ته وويل: دوو تنو وسله والو طالبانو په مزارشريف ښار کې د مولاناجلال الدين محمد بلخي په واټ کې د راى ورکولو د صندوقونوپه يوه ځاى بريد وکړ چې يو تن يې د پوليسو له خوا ونيول شو او يو تن بل يې وتښتيد .
خبرځاى زياته کړه: په دې پيښه کې د راى ورکولوصندوقونو او کارکوونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته