امنیت

څلور تنه ماين ايښودنکي ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي  يو ويشت :

  په پکتيکا ولايت کې ددولت څلور تنه وسله وال مخالفين دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول  چې  غوښتل يي په يو واټ کې ځاى پرځاى کړي

 دغه چاودنه تيره  شپه دپکتيکا ولايت  د چاني خيلو  ولسوالۍ دبابو خيلو په مربوطاتو کې هغه وخت وشوه چې وسله وال مخالفين ددغه ماين په ځاى پرځاى کولو بوخت و .

 دپوليسو د ٥٥٥ سپين غر زون دامنيې قوماندانۍ ويندوى حميد الله  مبارز باختر اژانس ته وويل  ددغي چاودنې له امله ددولت دوسله والو مخالفينو څلور تنه ماين ايښودونکي ووژل شول او  يوه اندازه جنګي  وسايل  يي هم دافغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي

 خبرځاى زياته کړه چې له دغو ماين  ايښودونکو څخه ترلاسه شوي سندونه ښيي چې درې تنه يي پاکستاني اتباع دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته