سیاست

دمشرانو جرګې درئيسانو دکميټې په غونډه کې دعمومي غونډو اجندا وټاکل شوه

کابلباختردجوزا١٥
دسنا مجلس دلومړي نايب محمدعلم ايزديار په مشري د مشرانو جرګې درئيسانو د کميټې په غونډه کې، د عمومي غونډو داجندا دټا کنې په ترڅ کې پريکړه وشوه چې دمشرانو جرګې دداخلي دندو داصولو په باب د تقنيني ،عدلي اوقضايي چارو د کميسيون پيشنهادي تعديلونه دې دراتلونکي اوونۍ په عمومي غونډو کې وڅيړل شي .
دغه راز په غونډه کې د کميسيونونو د کاري چارو دتنظيم اود ځينو نورو مسئلو په باب هم خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول .
ديو بل خبر له مخې ،دمشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن د کابل د ولايتي شورا له رئيس نثارالدين بريالى سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
دکابل د ولايتي شورا درئيس ددغې شورا دکړنو په باب د توضيحاتو په ترڅ کې په تاجکستان کې ديو شمير ميشتو افغانانو شکايتونه بيان کړل او زياته يې کړه چې دغه هيواد يوشميرافغانان چې داستوګنې سندونه اومدارک هم لري له موجب پرته اخراجوي خو په دغه هيواد کې د افغانستان سفارت په دې اړوند هيڅ رازاقدام نه دى کړى.
دمشرانو جرګې دويم نايب په تاجکستان کې د افغانستان دسفارت دبى پروايي له امله خواشيني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه  چې په دې باب به د مشرانو جرګې داړوندو کميسيونونو له لارې څيړنې وشي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته