سیاست

جمهور رئيس کرزی هند ته له دوه ورځني سفر وروسته، هېواد ته راستون شو

کابل باختر  د غبرګولي د مياشتې ٦ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزی چې د هند د صدراعظم نارندرا مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد پلازمینې نوي ډيلي ته تللی و، نن مازیګر هېواد ته راستون شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د هېواد جمهور رئيس نن سهار هند ته د خپل سفر په دویمه ورځ د هغه هېواد له نوي صدراعظم نارندرا مودي سره د پېژندګلوۍ کتنه ترسره کړه.
په دې کتنه کې چې د ديلي ښار په حیدر آباد هاوس کې ترسره شوه، لومړی جمهور رئيس حامد کرزي یو ځل بیا نارندرا مودي ته د هند د صدراعظم په توګه د ده د انتخابېدو له امله مبارکي وویله او ده ته يې د بریالیتوب هيله وکړه.
په مقابل کې د هند نوي صدراعظم نارندرا مودي له جمهور رئيس کرزي څخه د مننې په ترڅ کې په هرات ښار کې د هند پر قونسلګرۍ د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په خپل وخت د برید د شنډېدو ستاینه وکړه.
نوموړي وویل چې د افغانستان او هند ترمنځ اړيکې لرغوني دي او هر هغه څه چې هند يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتيژيکو همکاريو د تړون په چوکاټ او د خپل توان په محدوده کې لري، په ټولو برخو کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.
په مقابل کې جمهور رئيس کرزي وویل چې نړیوال ځواکونه به د روان میلادي کال ترپایه له افغانستان څخه ووځي؛ خو زموږ هېواد به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سمبالنې په شمول په بېلابېلو برخو کې د خپلو دوستانو په ځانګړې توګه د هند مرستو ته اړتیا ولري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي همداراز له دغې ليدنې وروسته د هند له جمهور رئيس پراناب موکرجي سره د هغه هېواد د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.
په دې ليدنه کې د هند جمهور رئيس په افغانستان کې د پرمختګ او د دموکراسۍ او د ولسواکۍ په ټينګښت کې د جمهور رئيس کرزي له هڅو څخه ستاینه وکړه او په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په سوله ييزه توګه د واک د لېږد، چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې به ترسره شي، د جمهور رئيس کرزي د هڅو لاسته راوړنه وبلله.
حامد کرزي وویل چې افغانستان او هند نږدې او دوستانه اړيکې لري او د افغانستان راتلوونکی جمهور رئيس به هم دغه مناسبات لا پراخ کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته