سیاست

عربستان له افغانستان سره خپلې مرستې زياتوي .

کابل باختر دثور  اوولسمه :
دهېواد اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله  نن دسعودي عربستان له سفير  جاسم محمد الخالدي سره په سپيدار ماڼۍ  کې وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې اجراييه رييس په افغانستان کې  دسعودي عربستان دسفير په توګه دالخالدي دتاکنې له امله مبارکي وويله .
اجراييه رييس  سعودي عربستان دوست او ورور هېواد وباله اوزياته يې کړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې او حسنه دي .
  اجراييه رييس  دافغانستان دخلکو تر څنګ دعربستان دشتون او رول له امله  قدرداني وکړه او ددغو اړيکو دلازياتې  پراختيا غوښتنه وکړه .
خالدي دافغانستان له اجراييه رييس ، حکومت اوخلکو  څخه په مننې سره  له دې امله چې په افغانستان کې دسعودي دسفير په توګه  استخدام شوى دى  خوښي څرګنده کړه  او په خپلو خبرو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ  داړيکو په دوستانه بللو سره ټينګار وکړ چې هيله لري په افغانستان کې دخپل ماموريت په بهير کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو دټينګښت او ښه والي په لاره کې  ښه رول ترسره کړي .
  خالدي دغه راز زياته کړه چې هيواد يې  دافغانستان دحکومت  اوخلکو ترڅنګ ولاړ دى او له افغانستان سره خپلې مرستې اوشتون  زياتوي . 
  ختم_ عطاالله _ اکرم                                        

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته