ورزش

د فوټبال دنوولس کلنو ځوانانو ټيم ازبکستان ته ځي

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٢ :
دهېواد دفوټبال  دنوولس کلونو ځوانانو دملي ټيم غړي په نږدې راتلوونکې کې ازبکستان ته  ځي .
د هېواد  د فوټبال فدراسيون د خپرونو غړي شمس اميني نن باخترآژانس ته وويل  چې  ازبکستان ته دهېوا ددفوټبال د نوولس کلنو ځوانانو دملي ټيم دغړو دسفر هدف  دمرکزي آسيا په هغو لوبو کې ګډون  دى چې په تاشکند ښارکې ترسره کيږي .
ده زياته کړه : دا لومړى ځل دى  چې  دفوټبال دنوولس کلونو ځوانانو دټيمو سيالۍ په ازبکستان کې ترسره کيږي.
دامنيي  د څرګندونوله مخې: دهېواد دفوټبال دنوولس کلنو ځوانانو دټيم غړي  په لومړي ګروپ کې  دازبکستان له ټيم سره   دروان کال  داګست دمياشتې په  اوومه نيټه دافغانستان په وخت په درې نيمو بجو  اوبله لوبه دقرغزستان له ټيم سره  دهمدې مياشتې په اتمه نيټه ترسره کوي.
ديادونې وړ ده چې  په دغو سياليو کې  له افغانستان ، ازبکستان ، قرغزستان ، تاجکستان او ترکمنستان څخه دفوټبال دنوولس کلنو ځوانانو ټيمونه  ګډون کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته