کابل باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه :
کرام الدين کريم د څلورو کلونو لپاره د فوټبال فدراسيون د رييس په توګه انتخاب شو.
د باخترا ژانس دخبرله مخې: کرام الدين کريم د هغو انتخاباتو په نتيجه کې چې پرون په کابل کې د ديرشو ولايتونو د استازو په وړاندې ترسره شول؛ د درې ويشتو ولايتونو د استازو د رايو په ګټلو سره يوځل بيا دڅلوروکلونو لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسيون د رييس په توګه انتخاب شو.
د يادونې وړ ده چې په دغو انتخاباتو کې بل کانديد نه و.
د فوټبال فدراسيون د رسنيو د مسوول احمدشاه ساير دمعلوماتو له مخې: د دغه پړاو په انتخاباتوکې همايون کارګر ددغه فدراسيون دفني مرستيال په توګه، هاجر ابوالفضل د مالي استازى په توګه او اووه تنه نور د اجرائيه کميټې دغړو په توګه انتخاب شول.
3 1 دقیقه لوستل