سیاست

ګډه مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان، چین، پاکستان او متحده ایالاتو څلور اړخیزه غونډه
د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه د افغانستان، چین، پاکستان اود متحده ایالاتو د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې لومړۍ غونډه د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د جنورۍ په ۱۱ نېټه په اسلام آباد کې جوړه شوه. د دغې ډلې د پلاویو مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چودهري، افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سفیر ریچارډ اولسن، اود افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي  سفیر دینگ شیجون په غاړه وه.
د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د دسامبر په ۹ مه، دغې ډلې په اسلام آباد کې د آسیاد زړه د کنفرانس په څنډه کې د څلور اړخیزې غونډې په بیانیه کې د دغو شویو موخو د تحقق په برخه کې د خپلو هېوادونو پر ژمنو ټینګار وکړ. د دې لپاره چې د دسامبر د ۹ نیټې درې اړخیزې او څلور اړخیزې غونډې پایلو ته پړاويز پراختیا ورکړل شي، دوی په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې او ټیکاو د راوستلو په موخه  د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې بهیر د آسانتیا په موخه دوه اړخیزې هلې ځلې په پام کې نیسي.
ټولو څلور هېوادونو په افغانستان کې د شخړې چې پر افغان ولس باندې تاوتریخوالی تپلی او همداراز یې په ټوله سیمه کې  ناامنۍ ته لار هواره کړې، د پایته رسولو پر اهمیت ټینګار وکړ. ګډونوالو د یوه داسې بهیر له لارې د افغان حکومت او طالبانو ډلو د استازیو ترمنځ د سملاسي نیغ په نیغه خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ چې موخه یې د افغانستان یووالی، خپلواکې او دځمکنۍ بشپړتیا ساتل وي.
دغه خبرې اترې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د فرصتونو پر څرګندې او ریښتینې ارزونې، اټکل شویو خنډونو، او هغو تدبيرونو چې د سولې خبرو اترو د پيل لپاره د سازګاره چاپيریال په رامنځته کولو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو او تلپاتې سولې د راتګ د ګډې موخې سره مرسته کوي، باندې متمرکزې وې.
په غونډه کې د همغږۍ څلور اړخیزې غونډې د کار لپاره شرایط تصویب او په افغانستان کې د سولې او پخلاینې بهیر د پرمخ وړلو په موخه د منظمو غونډو په روان ساتلو هوکړه وشوه. د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ په ۱۸ مه به دغه ډله په کابل کې په راتلونکې غونډې کې د لار نخشې په باب خبرې اترې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته